په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو پر افغانستان د پاکستان وروستي بريدونه چې ښځې او ماشومان پکې ووژل شول، وغندل؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان د لاس راکشولو لپاره ویلي، واشنګټن د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د ځاندفاع د حق ملاتړ کوي.
دې وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان خلک له کلونو راهیسې د ترهګریزو بریدونو قرباني دي.
دا دریځ داسې مهال څرګندېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي، د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې ترسره شوي، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
د دغو بریدونو وروسته د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د پاکستان پر خاوره یې هوايي بریدونه کړي، خو پاکستان ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو یې په بلوچستان ایالت کې د څلورو بېپیلوټه الوتکو یا ډرونونو بریدونه شنډ کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د روان کال له پیل راهیسې ترینګلې شوې دي او دواړو لورو د فبرورۍ په میاشت کې د وروستیو کلونو تر ټولو سختې نښتې کړې دي.
راپور زیاتوي، که څه هم پاکستان پرمختللې پوځي وړتیاوې او اتومي وسلې لري، خو د طالبانو حکومت د اوږدې چریکي جګړې تجربه لري او له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغانستان واکمن دي.
بلخوا، اسلاماباد د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې پاکستان ضد وسلهوالو ته یې پناه ورکړې، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي او وایي، د پاکستان امنیتي ستونزې کورنۍ موضوع ده او اسلاماباد د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.

