د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین لور، رغد صدام حسین، هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په یمن کې یوه ښځه د صدام حسین لور ده.
رغد په یوه بیان کې ویلي، هغه کیسې چې د «میرا» په نوم د یوې ښځې له لوري خپرې شوې، بشپړې ناسمې دي.
هغې ټینګار کړی چې د صدام حسین کورنۍ څو ځله مخکې هم دا ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د پخواني ولسمشر هېڅ پټ اولاد نه شته.
دا موضوع وروسته له هغې پراخه شوه چې په یمن کې یوې شاوخوا ۳۴ کلنې ښځې، چې ځان یې «میرا صدام حسین» معرفي کاوه، ادعا وکړه چې د ۲۰۰۳ کال له عراق څخه یمن ته تللې او د پخواني یمني ولسمشر علي عبدالله صالح له خوا ورته د استوګنې او ساتنې زمینه برابره شوې وه.
خو د حوثیانو تر واک لاندې چارواکو ویلي، د یادې ښځې اصلي نوم سمیه احمد محمد عیسی الزبیري دی او یمن تبعه ده.
د دوی په وینا، د DNA ازموینو هم ښودلې چې هغه د خپلو یمني مور او پلار بیولوژیکي لور ده.
چارواکو زیاته کړې چې د صنعا یوې محکمې په ۲۰۲۳ کال کې نوموړې د جعل او د ناسم هویت د کارولو په جرم محکومه کړې وه، او وروسته د استیناف محکمې هم دا پرېکړه پر ځای پرېښې ده.

