پنجشنبه, جولای 2, 2026
Homeافغانستاناوچا:میلیونونه افغانان د خوړو او درملو ترمنځ سخت انتخاب سره مخ دي

اوچا:میلیونونه افغانان د خوړو او درملو ترمنځ سخت انتخاب سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې ګڼې اړمنې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د اوچا په وینا، ډېری کورنۍ اړې شوې چې د نن ورځې د خوړو، د سبا لپاره د خوراکي توکو د سپما او یا هم د خوړو او درملو د اخیستو ترمنځ یو سخت انتخاب وکړي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې یوازې د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه، بلکې د خلکو د ژوند ژغورلو او د هېواد د بشري راتلونکي د خوندي کولو لپاره هم مهمې دي.

اوچا ویلي، د افغانستان د بشري مرستو لپاره له غوښتل شوې ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بودجې څخه تر اوسه یوازې ۱۱ سلنه ترلاسه شوې، چې د مرستو د دوام لپاره کافي نه ده.

بلخوا، د ناروې د کډوالو شورا هم خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د بشري مرستو بودیجه بې‌سارې کچې ته راټیټه شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here