د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د اعدام سزا غیرانساني بللې او ویلي یې دي چې دا سزا د بېګناه انسانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي او په نننۍ نړۍ کې ورته ځای نشته.
ګوترېش په خپله اېکسپاڼه کې ليکلي چې د اعدام د سزا له بشپړ لغوه کېدو څخه په کلکه ملاتړ کوي او د دې سزا د پای ته رسولو لپاره خپلې ژمنې ته وفادار دی.
د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د بښنې نړیوال سازمان د راپورونو له مخې، چین، ایران، سعودي عربستان، مصر او امریکا د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د اعدام ډېری پېښې پکې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې ګڼو نورو هېوادونو دا سزا لغوه کړې ده.
بلخوا، د ایران د بشري حقونو د «ههنګاو» سازمان د معلوماتو له مخې، ایران په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ او په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغان بندیان د بېلابېلو تورونو په تړاو اعدام کړي، چې د راپور له مخې ډېری یې د قانوني مدافع وکیل له لاسرسي پرته محاکمه او اعدام شوي دي.

