يو شمېر باوري سرچينو ويلي، چې د طالبانو حکومت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر نن (پنجشنبه) ایران ته روان شوی، څو د ایران د پخواني رهبر ایتالله علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
تر اوسه د دې سفر په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو ویل کېږي چې د ایران د لوړپوړو چارواکو او د سیمې د ځینو هېوادونو استازي هم په دغو مراسمو کې برخه اخلي.
بل لورته ايراني رسنيو ويلي، چې د خامنهیي جنازه او د تدفین مراسم د جولای له ٦ مې تر ٨ مې نيټې اعلان شوي دي.

