امريکا د جولای د څلورمې د خپلواکۍ د ورځې له رخصتیو سره هممهاله د سختې او بېسارې ګرمۍ له څپې سره مخ شوې، او هواپوهانو خبرداری ورکړی چې په لسګونو ایالتونو کې به د تودوخې سلګونه نوي ریکارډونه ثبت شي.
د راپورونو له مخې، د امریکا له نیمایي ډېرې سیمې د «ګرمۍ تر ګنبد» (Heat Dome) لاندې راغلي، چې له امله یې د منځني لوېدیځ څخه تر ختیځ ساحل پورې د تودوخې احساس په ځینو ځایونو کې له ۴۶ سانتيګرادو (۱۱۵ فارنهایټ) ته رسېږي.
هواپوهان وایي، یوازې د شنبې تر ورځې پورې به د ورځې او شپې د تودوخې له امله له ۳۰۰ څخه ډېر نوي ریکارډونه جوړ شي، او په ځینو ښارونو کې به تر سلو کلونو زاړه ریکارډونه هم مات شي.
په نیویارک، واشنګټن، فلاډلفیا او نورو ښارونو کې چارواکو بیړني تدابیر نیولي، د یخولو ځانګړي مرکزونه یې پرانیستي او ګرځنده روغتیايي ډلې یې د اوبو، درملنې او بیړنیو مرستو لپاره ګومارلې دي.
روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي چې د سختې ګرمۍ له امله، په ځانګړي ډول ماشومان، زاړه کسان او هغه کسان چې اوږدمهاله ناروغۍ لري، د تودوخې د ضربې او نورو جدي روغتیايي ستونزو له لوړ خطر سره مخ دي.

