تهران ټایمز د یوې ځانګړې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه مهم جزئیات مخې ته راغلي دي.
د راپور له مخې، د ایران له لوري د خبرو اترو نږدې سیاسي سرچینه وایي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مخکې اعلان کړی و چې د ایران شاوخوا ۶ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ تر اوسه تهران ته نه دي لېږدول شوي.
سرچینه زیاتوي چې د دغو شتمنیو د لېږد طریقه او وخت باید د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو له لارې هوکړه شي، او د کنګل شویو پیسو موضوع د مذاکراتو د پرمختګ سره تړلې ده.
د دې چارواکي په وینا، قطر د ۲۰۲۳ کال د ایران او امریکا د تفاهم په چوکاټ کې د مالي منځګړي او حسابساتونکي رول لوبوي؛ خو دا شتمنۍ مستقیم تهران ته د انتقال لپاره نه دي، بلکې د بهرنیو اسعارو په بڼه د ایران د اړتیا وړ وارداتو لپاره کارول کېږي.
همداراز ویل شوي چې د دغو پیسو د کارولو میکانیزم د ایران او قطر ترمنځ د هوکړه لیک له مخې تنظیم شوی، چې د امریکا له لوري هم تایید شوی دی.
د دغه توافق له مخې، ایران کولای شي د اړتیا وړ توکي د همدې شتمنیو په بدل کې وارد کړي.
سرچینه زیاتوي چې د شتمنیو د کارولو لپاره لومړی د هغوی ازادول ضروري دي، چې دا پروسه تر ډېره بشپړه شوې او د ایران پلاوی د همدې موضوع لپاره په قطر کې حضور لري.
د راپور له مخې، دا خبرې اترې د هغه دوه اړخیزو تفاهمونو د عملي کېدو په چوکاټ کې روانې دي چې د ایران او قطر ترمنځ د زیورخ په غونډه کې لاسلیک شوي وو، نه دا چې دا مستقیم له امریکا سره رسمي مذاکرات وي.
سرچینه ټینګار کوي چې تر اوسه داسې کومه سرغړونه نه ده شوې چې ایران دې د یادو هوکړو خلاف اقدام شوی وبولي.

