چهارشنبه, جولای 1, 2026
Homeافغانستاند ناروې د کډوالو شورا:افغانستان ته د بشري مرستو بودیجه په بې‌ساري...

د ناروې د کډوالو شورا:افغانستان ته د بشري مرستو بودیجه په بې‌ساري ډول کمه شوې

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وایي، افغانستان ته د بشري مرستو د تمویل کچه سږ کال بې‌ساري ډول راټیټه شوې او هېواد د لومړي ځل لپاره د نړۍ د هغو کړکېچونو په ډله کې شامل شوی چې نړیواله پاملرنه یې کمه شوې ده.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان د بشري اړتیاوو له پراخوالي سره سره د اړتیا وړ نړیوالې مالي مرستې نه ترلاسه کوي، چې له امله یې د میلیونونو اړمنو کسانو وضعیت له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په روان کال کې نږدې ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو د بودیجې کمښت د مرستندویه پروګرامونو د دوام پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here