د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند هغه څرګندونې رد کړې چې د افغانستان دننه یې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي وو.
د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د هغو هدفمند، متناسبو او مشروع اقداماتو دفاع کوي چې د دوی په وینا د ترهګرو د پټنځایونو پر ضد ترسره شوي دي.
اسلاماباد د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې «بېبنسټه» بللې او ادعا یې کړې چې هند په سیمه کې د خپلو ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کړې او د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
تر اوسه د هند حکومت د پاکستان د دې وروستۍ اعلامیې په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.

