چهارشنبه, جولای 1, 2026
Homeکورپاڼهايراني رسنۍ:د امریکا له بریدونو وروسته د ایران ساحلي سیمو کې د...

ايراني رسنۍ:د امریکا له بریدونو وروسته د ایران ساحلي سیمو کې د تېلو پراخه ککړتیا رامنځته شوې

د فارس خبري اژانس د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ویل شوي چې د امریکا له خوا د ایران پر وړاندې د بریدونو وروسته د هرمزګان ولایت د سمندري ساحلونو شاوخوا پراخه د تېلو ککړتیا رامنځته شوې ده.

د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، دا ککړتیا د بندرعباس، قشم ټاپو، جاسک، سیریک، بندرلنګه، لاوان، بوموسي او نورو ساحلي سیمو ترمنځ ثبت شوې او نقشه شوې ده.

راپور زیاتوي چې د ککړو شویو ساحلي سیمو ټول اوږدوالی له ۲۵۰ کیلومترو څخه زیات اټکل شوی، خو دا شمېر لا نهایي نه دی او د بشپړو څېړنو له پای ته رسېدو سره ښايي بدلون ومومي.

چارواکي وايي، د سیمې چاپېریالي ارزونې روانې دي ترڅو د زیان کچه په دقیق ډول وټاکل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here