د بالیووډ مشهور اداکار سيف علي خان ویلي چې د هغه ماشومان به د اسلام تر څنګ د نورو مذهبونو د عباداتو او جشنونو احترام هم کوي.
نوموړي د لندن په یوه غونډه کې ویلي چې هغه ځان ډېر مذهبي نه بولي، خو هغه څه چې د خپلې مور څخه یې زده کړي، خپلو ماشومانو ته یې هم ور زده کړي دي، چې خدای یو دی.
سیف علي خان ویلي چې هغه په داسې ښوونځیو کې زده کړې کړې چې د بېلابېلو مذهبونو احترام پکې ښودل کېده او د زده کړو ورځ یې د کلیسا د عبادت له مراسمو څخه پیلېده.
هغه زیاته کړې چې غواړي د خپلو ماشومانو د روزنې په اړه داسې طریقه غوره کړي چې هغوی لمونځ وکړي او همدارنګه د نورو مذهبونو لکه دیوالي او کرسمس په جشنونو کې هم ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې سيف علي خان د هند د سینما له مشهورو اداکارانو څخه دی او د خپل شخصي ژوند او کورنۍ له امله هم په رسنیو کې ډېر یادېږي.

