د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت د لوېدو له امله ۱۴ ماشومان وژل شوي دي.
دا پېښه د سهشنبې په ورځ، د جون په ۳۰مه، د لاهور د سوېل په «بستي عیدګاه کهنه نو» سیمه کې رامنځته شوې، چې یوه ګڼ مېشته او بېوزله سیمه بلل کېږي.
د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظما بخاري ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ښوونیز مرکز په یوه شخصي ودانۍ کې فعال و او د فعالیت رسمي جواز یې نه درلود.
د چارواکو په وینا، د پېښې قربانیان د ۵ او ۹ کلونو ترمنځ ماشومان دي.
د پنجاب د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، ژغورونکو د نړېدلي چت له لاندې یوه ۳۰ کلنه ښوونکې او پنځه ټپیان ماشومان ژوندي را ایستلي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې په ودانۍ کې د چت د ترمیم چارې روانې وې، چې ناڅاپه چت راولوېد او ماشومان ترې لاندې شول.

