چهارشنبه, جولای 1, 2026
Homeافغانستانیوناما:د تېرو اتو مياشتو راهيسې د پاکستان په هوايي بریدونو کې له...

یوناما:د تېرو اتو مياشتو راهيسې د پاکستان په هوايي بریدونو کې له ۲۳۰ ډېرو افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت يا يوناما ويلي، د پاکستان په هوايي بریدونو کې د تېرو اتو میاشتو پر مهال له ۲۳۰ ډېرو افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له وروستیو څخه د ډسمبر تر پایه لږ تر لږه ۲۵ ماشومان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ د ثبت شویو ملکي مرګ‌ژوبلو له ډلې ۱۶۷ قربانیان ماشومان وو، چې نجونې او هلکان دواړه پکې شامل دي.

یوناما وایي، د جون او جولای په وروستیو هوايي بریدونو کې هم د وژل شویو او ټپیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان وو، ځکه بریدونه پر هغو سیمو شوي چې ملکي وګړي پکې اوسېدل.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ ته منسوبو بریدونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، لکه کابل، کونړ، نورستان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او کندهار کې پراخې بشري زیانونه اړولي دي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د دغو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي چې د نړیوال بشري قانون له مخې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، خوندیتوب ته ژمن پاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here