د طالبانو حکومت د دفاع وزارت تایید کړه چې هوايي ځواکونو یې د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې یې د داعش «شر او فساد» پر ګډو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو برید د بلوچستان د پشین ولسوالۍ د سرانانو په سیمه کې ترسره شوی، چې د وزارت په وینا له هغه ځایه په افغانستان کې د تخریبي فعالیتونو، بریدونو او د ملکي وګړو پر ضد د عملیاتو همغږي کېدله.
وزارت زیاتوي، د خیبرپښتونخوا په قمبرخېلو سیمه او د چترال د شاه سلیم درې اړوند د ګرم چشمو په سیمه کې هم د داعش پر دوو مرکزونو هوايي بریدونه شوي، چې ادعا کېږي له دغو مرکزونو څخه په افغانستان کې د بریدونو پلانونه جوړېدل.
د دفاع وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې داعش وسلهوالو، د هغوی ملاتړو او د «شر او فساد» اړوندو کسانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
وزارت ادعا کړې چې بریدونه په دقیق ډول ترسره شوي او ملکي تلفات نه لري.
د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې د افغانستان د امنیت پر ضد کارېدونکی هر ځای به په نښه کړي.

