سه شنبه, جون 30, 2026
Homeکورپاڼهسرچینې:په بلوچستان کې د داعش پر پټنځایونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه روان...

سرچینې:په بلوچستان کې د داعش پر پټنځایونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه روان دي

یو شمېر سرچینو رسنيو ته ویلي، د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د داعش پر هغو مرکزونو او پټنځایونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه پیل شوي، چې د سرچینو په وینا د افغانستان پر ملکي وګړو د هوايي بریدونو د همغږۍ لپاره کارېدل.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د سرانان په سیمه کې یوه ښوونځي هم په نښه شوی، چې ادعا کېږي د داعش غړو او هغو ډلو له لوري کارول کېده چې سرچینې یې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ عاملې بولي.

سرچینې زیاتوي، بریدونه لا هم دوام لري او د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د داعش یو شمېر غړي او ورسره تړلي کسان وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه د بريد جزيات نه دي خپاره شوي او دا هم معلومه نه ده چې دغه بريد د چا له لوري شوی.

د پاکستان حکومت هم تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here