سه شنبه, جون 30, 2026
Homeکورپاڼهیوټیوب:لنډو ويډيوګانو کې نوي بدلونونه او اسانتيا رامنځته کوو

یوټیوب:لنډو ويډيوګانو کې نوي بدلونونه او اسانتيا رامنځته کوو

يوټيوب اعلان کړی چې په راتلونکو اوونیو کې به د خپل «شارټس» پلیټفارم لپاره څو نوې ځانګړتیاوې په تدریجي ډول ټولو کاروونکو ته فعاله کړي.

د دې بدلونونو له ډلې یوه مهمه اسانتیا د بشپړ سکرین حالت دی، چې کاروونکو ته اجازه ورکوي ویډیو له تڼیو، لیکنو او نورو اضافي عناصرو پرته په بشپړ ډول وګوري، ترڅو د لیدلو تجربه لا ښه شي.

یوټیوب همداراز د ویډیو د دوه برابره چټک لیدلو اسانتیا هم معرفي کوي، چې له مخې به یې کاروونکي لنډې ویډیوګانې په ډېر سرعت کتلای شي.

د شرکت په وینا، د ویډیو د خوښې نښه هم بدلېږي او د پخوانۍ نښې پر ځای به د «زړه» نښه وکارول شي، ترڅو د کاروونکو لپاره د خوښې څرګندول اسانه او جذاب شي.

سربېره پر دې، د ویډیو د غږ بندولو طریقه هم ساده شوې ده.

کاروونکي به وکولای شي ویډیو په ټکولو ودروي او د ځانګړې تڼۍ له لارې یې غږ په چټکۍ بند کړي.

یوټیوب وایي، دا نوې اسانتیاوې به په تدریجي ډول د نړۍ ټولو کاروونکو ته وړاندې شي، څو د شارټس کارول لا اسانه، چټک او اغېزمن شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here