سه شنبه, جون 30, 2026
Homeافغانستانجماعت‌الاحرار:د افغانستان پر ځای دې پاکستان له موږ سره په خپل هېواد...

جماعت‌الاحرار:د افغانستان پر ځای دې پاکستان له موږ سره په خپل هېواد کې مقابله وکړي

د جماعت‌الاحرار وسله والې ډلې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې یادې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کړي دي.

دې ډلې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دوی ټول جنګیالي، امکانات او عملیاتي جوړښت د پاکستان دننه دي او خپل بریدونه هم له هماغه ځایه پلان او عملي کوي.

جماعت‌الاحرار همداراز د پاکستان پوځ تورن کړی چې د افغانستان د خاورې د کارونې ادعاوې د خپلو امنیتي ناکامیو د پټولو لپاره مطرح کوي.

په اعلامیه کې راغلي، که د پاکستان پوځ د دوی پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري، نو د افغانستان پر خاوره د بریدونو پر ځای دې د پاکستان په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول اسلام‌اباد کې، ورسره مخامخ مقابله وکړي.

د يادونې وړ ده چې جماعت الاحرار وسله واله ډله پاکستان د هند په ملاتړ تورنوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here