د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبرداری ورکړی چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو او بریدونو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي.
د یاد دفتر په وینا، په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي او ټپیان شوي، او ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.
اوچا ویلي چې د دغو بریدونو له امله یو شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي.
مرستندویه ادارې د زیانمنو کورنیو اړتیاوې ارزوي او د بېړنیو بشري مرستو د رسولو لپاره چمتووالی نیسي.
له دې وړاندې يوناما هم تایید کړې وه چې د خوست، کونړ او پکتیکا په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
اوچا له پاکستان او افغانستان غوښتي چې د نړیوال بشري قانون اصول مراعات کړي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د ملکي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

