د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د پاکستان له لوري پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ويلي، که افغانان یو متحد ملت وي، یو بل وزغمي، او علم او زدهکړو ته عملي ارزښت ورکړي، هېڅ هېواد به د افغانستان پر خاوره د تېري جرأت ونه کړي.
ښاغلي امرخېل ويلي چې پاکستان له افغانستان سره ژوره دښمني لري او هغه په بېلابېلو لارو پالي.
نوموړي زیاته کړې:«د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندم، او باور لرم چې دغه ډول ظالمانه بریدونه به، انشاءالله، زموږ ملت لا ډېر متحد کړي.»

