دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستانذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان پوځ کې يوه ځانګړې کړۍ شتون لري او د...

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان پوځ کې يوه ځانګړې کړۍ شتون لري او د بهرنیو قدرتونو په مرسته سیمه بې ثباته کوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د پاکستان سره د روان کړکېچ د حل لپاره لومړیتوب خبرو اترو ته ورکول شوی او هڅه روانه ده چې وضعیت د دواړو لورو له کنټروله ونه وځي.

مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي، که د پاکستان له لوري هوايي بریدونه دوام پیدا کړي، نو په کابل کې د پاکستان د سفارت د تړلو احتمال هم د حکومت د احتمالي اقداماتو له ډلې ګڼل کېدای شي.

نوموړي یو ځل بیا د پاکستان د پوځ پر یوې ځانګړې کړۍ نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې دغه کړۍ د بهرنیو قدرتونو په هڅونه سیمه بې‌ثباته کوي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان عام خلک د افغانستان پر ضد له بریدونو ملاتړ نه کوي او د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبله خواشیني څرګندوي.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت په اوسنیو شرایطو کې د زغم او حوصلې له پالیسۍ کار اخلي، خو د روان وضعیت له نږدې څارنې سره به د اړتیا په صورت کې لازم تصمیم ونیسي.

ذبیح الله مجاهد د وروستیو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي، د دوی حکومت به دا بریدونه بې ځوابه پرېنږدي او په مناسب وخت کې به ورته ځواب ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here