د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډزي، ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د روان تاوتریخوالي او پرلهپسې مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه لري.
نوموړي د ترهګرۍ ټول ډولونه غندلي او ټینګار یې کړی چې نړیوال بشردوستانه قانون باید په بشپړ ډول رعایت شي.
لېنډزي زیاته کړې، د ملکي وګړو خوندیتوب باید لومړیتوب وي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره جدي هڅې وشي.

