د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند پروان سې سیمه کې د یوې چاودنې له امله اورلګېدنه شوې ده.
ځايي سرچینې او عیني شاهدان وایي، د پېښې لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د ګاز سلنډر له امله رامنځته شوې، چې وروسته په سیمه کې اور خپور شوی دی.
د شاهدانو په وینا، د اور لمبې او تور لوګي له لرې هم لیدل کېږي، او د اور د شدت له امله د مالي او احتمالي ځاني زیانونو اندېښنه شته.
تر اوسه د پېښې د دقیق لامل، د زیانونو کچې او احتمالي مرګژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، او د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

