د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کراچۍ د وروستي برید په تړاو یې د طالبانو حکومت شارژدافیر احضار کړی او سخت رسمي اعتراض یې ورته سپارلی دی.
د دغه وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، ورته اعتراض د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته رسولی دی.
پاکستان ادعا کړې، چې په کراچۍ برید کې افغان وګړو ګډون کړی و او یو افغان بریدګر ژوندی هم نیول شوی دی.
اسلاماباد ویلي، دا پېښه یو ځل بیا ښيي چې د افغانستان خاوره او افغان وګړي د پاکستان دننه د بریدونو د تنظیم لپاره کارول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو د پاکستان شارژدافیر احضار کړ.

