دوشنبه, جون 29, 2026
Homeکورپاڼهالجزیره:د ایران او امریکا خبرې به په راتلونکو ورځو کې په دوحه...

الجزیره:د ایران او امریکا خبرې به په راتلونکو ورځو کې په دوحه کې پيل شي

الجزیرې ويلي چې د خبرو له بهیر څخه یوې باخبره سرچینې ورته ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ ټاکل شوې خبرې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.

د سرچینې په وینا، د دواړو لورو تخنیکي ډلې به د هوکړې د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړي او په همدې موخه به په دوحه کې غونډه ولري.

سرچینې، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، زیاته کړې چې د هر ډول احتمالي کړکېچ د مخنیوي لپاره د اړیکو ځانګړي کانالونه هم فعال شوي او تخنیکي مذاکرات به دوام ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here