د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین، حیاتالله مهاجر فراهي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کڅ ویلي، اسلاماباد هڅه کوي د دې ډول اقداماتو له لارې د «اسلامي امارت» لاستهراوړنې او مثبت فعالیتونه تر پوښتنې لاندې راولي.
مهاجر فراهي، چې د پروان ولایت د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په یوه سیمینار کې خبرې کولې، وویل «اسلامي امارت» به د دغو بریدونو پر وړاندې په مناسب وخت کې لازم ځواب ورکړي.
هغه د پاکستان وروستي پوځي اقدامات د فشار اچولو هڅه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول بریدونه به د «اسلامي امارت» پر دریځ او فعالیتونو اغېز ونه کړي.

