دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:د پاکستان ګټه به په دې کې وي چې د افغانستان...

حامد کرزی:د پاکستان ګټه به په دې کې وي چې د افغانستان پر وړاندې له دوه ګوني سیاست لاس واخلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیا، پکتیکا او کونړ په استوګنیزو سیمو کې د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه کړې او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

کرزي د دغو بریدونو قربانیانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پاکستان په ګټه دا ده چې د افغانستان پر وړاندې له دښمنۍ او د افراطیت په اړه له دوه‌ګوني سیاست څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې او تعامل ته مخه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here