د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان د نړیوالو او د پاکستان د خپلو خلکو له پرلهپسې غوښتنو سره سره له افغانستان سره د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو پر ځای یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره برید کړی، چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه ليکلي، چې هغه د افغانانو د ملکي وګړو پر وژنه د پاکستان اقدامات په پرلهپسې ډول غندلي او نن یې بیا هم دغه دریځ تکرار کړی دی.
نوموړي همدارنګه ویلي، اسلامآباد د هغو ډېرو طرحو او وړاندیزونو ځواب نه دی ورکړی چې د طالبانو حکومت د منلو وړ بللي دي.
د هغه په وینا، د پاکستان له لوري د هر ډول رغنده هڅو د نشتوالي په رڼا کې دا پوښتنه راپورته کېږي چې آیا اسلامآباد واقعاً د ستونزې حل غواړي که نه.
خلیلزاد زیاته کړې، دا هم باید وڅېړل شي چې د پاکستان د ادارې موخې څه دي؛ آیا د افغانستان بېثباتي، او که دا چې افغانستان د چین د زیاتېدونکي نفوذ لپاره مساعد شي؟
نوموړي ویلي که داسې وي، نو دا وضعیت د امریکا د ګټو پر ضد تمامېدای شي، ځکه د هغه په وینا بېثباتي د ترهګرو ډلو لکه داعش-خراسان لپاره پناهځایونه زیاتوي.
هغه ټینګار کړی چې د داسې اهدافو په صورت کې دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د پاکستان اداره دا موضوعات په ښکاره نه بیانوي.

