دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستانشاه حسين مرتضوي:د پاکستان پر وړاندې افغانان باید د ملي ګټو او...

شاه حسين مرتضوي:د پاکستان پر وړاندې افغانان باید د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره پر ګډ دریځ سره سلا شي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، پاکستان د افغانستان د جهاد پر مهال د میلیونونو افغان کډوالو کوربه و او افغانان لا هم د هغه وخت مېلمه‌پالنه په ښه نوم یادوي.

هغه په خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، د افغان کډوالو پراخ اخراج او ورسره د چلند څرنګوالی د افغانانو په اړه د پاکستان د اوسني سیاست بېلابېل انځورونه وړاندې کوي.

مرتضوي زیاتوي، پاکستان په سیمه کې هڅه کوي ځان د سولې د منځګړي په توګه معرفي کړي، خو د افغانستان په تړاو يې لا هم پوځي بریدونه، امنیتي شخړې او کړکېچونه دوام لري.

د هغه په باور، بهرنۍ تګلاره هغه مهال د باور وړ ګرځي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په یو شان معیارونو عملي شي.

هغه همداراز وایي، د تېرو څو لسیزو تجربې ښودلې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تل له جدي ننګونو سره مخ وې.

د نوموړي په اند، وخت رارسېدلی چې افغانان، له سیاسي اختلافونو سره سره، د ملي ګټو، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د دفاع لپاره پر ګډ ملي دریځ سره سلا شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here