دوشنبه, جون 29, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان؛د جیو نیوز رسنۍ د ۱۵ ورځو لپاره وتړل شوه

پاکستان؛د جیو نیوز رسنۍ د ۱۵ ورځو لپاره وتړل شوه

د پاکستان د رسنیو د څار ادارې د «جیو نیوز» ټلوېزیون د ۱۵ ورځو لپاره د نشراتو د بندولو پرېکړه کړې ده.

ادارې ویلي، یاد ټلوېزیون د جون په ۲۶مه د محرم په مناسبت په یوه خپرونه کې داسې انځوریز مذهبي مواد خپاره کړي، چې د دوی په وینا د خلکو مذهبي احساسات یې زیانمنولای او مذهبي یووالي ته یې زیان رسولای شو.

له دې پرېکړې وروسته «جیو نیوز» بښنه غوښتې او په خپره شوې اعلامیه کې یې ویلي، یاد انځوریز مواد په تېروتنه خپاره شوي او د ټلوېزیون د تحریري پالیسۍ یا رسمي دریځ استازیتوب نه کوي.

ټلوېزیون زیاته کړې، هغه انځورونه چې خپاره شوي، په عراق او د منځني ختیځ په ځینو سیمو کې د مذهبي مراسمو اړوند وو او یوازې د سیمه‌ییزو دودونو د معرفي کولو لپاره کارول شوي وو، نه د کوم ځانګړي مذهب یا نظر د ملاتړ په موخه.

پاکستان له کلونو راهیسې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې له نړیوالو نیوکو سره مخ دی او رسنۍ یې وخت ناوخت د مقرراتي محدودیتونو، د خپرونو د ځنډ او یا هم د بندیزونو له اقدام سره مخ کېږي.

همدارنګه، د بې پولې خبریالانو سازمان پاکستان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م مقام کې ځای پر ځای کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here