سیمهييزې ځايي سرچینې وايي، د پاکستان پوځ د یکشنبې شپې ناوخته د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
ویل کېږي چې د پکتيکا د ګیان ولسوالۍ او د پکتيا د څمکنیو ولسوالۍ ترڅنګ د کونړ ولایت ځینې سیمې هم په نښه شوې دي.
د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

