د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، د مخابراتي شبکو د انټرنېټي او مخابراتي پکېجونو بیې بېرته پخواني حالت ته راګرځېدلې دي.
د دغه وزارت ویاند، عنایتالله الکوزي، ویلي چې مخابراتي شرکتونو ته تر یکشنبې ورځې مهلت ورکړل شوی و، او اوس یې د پکېجونو بیې د پخوانیو تعرفو له مخې تنظیم کړې دي.
الکوزي له خلکو غوښتي چې ډاډه واوسي او ویلي یې دي، د ټاکل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته ټولې شبکې د پخوانیو بیو له مخې خدمات وړاندې کوي.
بل لور ته، د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او ويلي چې د پکېجونو په بیو کې شوی کموالی ډېر محدود دی او د خلکو له اقتصادي وضعیت او تمو سره سمون نه لري.
قیس نوماني ليکلي:«افغان بېسيم چې د بستو تازه ليست نشر کړی، هدف يې د وزير صاحب او د ولس تحقير دی.»
نوموړي زیاته کړې چې خلکو دا لس ورځې هلې ځلې ددې لپاره نه دي کړې، چې قيمت دې پنځه افغانۍ را ټيټ شي.
دغه راز عقاب افغان حنفي لیکلي:«۲ نیمې روپۍ ارزانه شوې بس. دا نه په خوښۍ ارزي او نه د وزیر صیب په جلسې.»
یو شمېر کاروونکي ټینګار کوي چې د انټرنېټ بیې لا هم د خدماتو د کیفیت په پرتله لوړې دي او د پام وړ ارزانه کېدو ته اړتیا لري.

