یکشنبه, جون 28, 2026
Homeکورپاڼهبنيامين نتانیاهو:د اردن سيند او مديترانې سمندر ترمنځ د فلسطین د دولت...

بنيامين نتانیاهو:د اردن سيند او مديترانې سمندر ترمنځ د فلسطین د دولت لپاره ځای نشته

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې د اردن سیند او مدیترانې سمندر ترمنځ د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره هېڅ ځای نشته.

الجزیرې راپور ورکړی چې نتانیاهو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اسراییلو د راتلونکو ټاکنو په درشل کې د فلسطین د دولت د جوړېدو موضوع بیا د سیاسي بحثونو مرکز ګرځېدلې ده.

هغه ویلي چې مخکې له جګړې د دې موضوع په اړه اختلاف موجود و، خو اوس شرایط بدل شوي دي.

د هغه په وینا: «د دوو دولتونو لپاره هېڅ ځای نشته؛ د دریا او اردن ترمنځ د دوو دولتونو امکان نه شته.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو تل د اسراییل او فلسطین د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره د “دوو دولتونو د حل” ملاتړ کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here