د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په ایران کې د توغندیو مرکزونه، د پوځي څارنې تاسیسات، مخابراتي شبکې او د هوايي دفاع او بېپیلوټه الوتکو اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که ایران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به لا سخت پوځي اقدامات ترسره کړي.
ټرمپ ویلي چې ښايي داسې وخت راشي چې نور د زغم امکان پاتې نه شي او امریکا به اړ شي خپل پیل کړي عملیات په بشپړ ډول په پوځي بڼه پای ته ورسوي.
د هغه په وینا، په داسې صورت کې به ایران له سختو او پراخو پایلو سره مخ شي.

