یکشنبه, جون 28, 2026
Homeکورپاڼهد کراچۍ پر رېنجرز کمپ برید؛اووه پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې؛...

د کراچۍ پر رېنجرز کمپ برید؛اووه پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو پاکستان يو ځل بيا د یوه افغان تبعه د نیولو ادعا کړې

د پاکستان پوځ ویلي، چې تېره شپه د کراچۍ په ښار کې د پاکستان رېنجرز (سند) پر یوه کمپ وسله‌وال برید شوی دی.

د پوځ د اعلامیې له مخې، بریدګرو لومړی د کمپ په اصلي دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته یې د امنیتي کمربند د ماتولو هڅه وکړه؛ خو د رېنجرز ځواکونو درې بریدګر ووژل او یو ټپي بریدګر یې ژوندی ونیوه.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې نیول شوی بریدګر د افغانستان تبعه دی او برید د جماعت الاحرار ډلې له لوري ترسره شوی، چې اسلام‌اباد یې د هند ملاتړې ډله بولي.

د اعلامیې له مخې، په نښته کې درې پاکستاني سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

پوځ ویلي، په سیمه کې د پلټنې او چاڼ عملیات روان دي او د ترهګرۍ ضد عملیات به د عزم استحکام تر نوم لاندې دوام ولري.

همدارنګه یې ویلي چې د دې برید د عاملانو پر ضد به غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړي.

د يادونې ده چې پاکستان هر کله خپل هېواد کې د بريدونو تور د طالبانو پر حکومت لګوي؛ خو د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړې او او ويلي چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here