يوه نسبتاً زوروره زلزله چې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې ښودل شوې، د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادونو، چین او د هند په شمالي سیمو کې هم احساس شوې ده.
د راپورونو له مخې، د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په شاوخوا کې، د ځمکې له سطحې نږدې ۸۱ کیلومتره ژوروالی کې و.
د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ويلي، زلزله د افغانستان په شمالختیځ کې د جرم ولسوالۍ جنوب ته په ۴۳ کیلومترۍ کې شوې ده.
د زلزلې ټکانونه په تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او چین کې هم احساس شوي دي.
راپورونو کې ويل شوي، چې په هند کې د ډیلي او سرینګر اوسېدونکو د ټکانونو خبر ورکړی، او په پاکستان کې د لاهور، اسلاماباد، فیصلاباد او د خیبر پښتونخوا د سوات په ګډون په بېلابېلو سیمو کې خلک د وېرې له امله له خپلو کورونو بهر وتلي دي.
رويټرز ته د سوات ځینو اوسېدونکو ویلي، چې زلزله نسبتاً زوروره وه او ټکانونه یې د معمول په پرتله اوږده موده دوام وکړ، چې له امله یې ښځې، ماشومان او نور اوسېدونکي سخت وېرېدلي وو.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

