د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره هممهاله، د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي ونس خبرداری ورکړی چې که ایران تاوتریخوالی زیات کړي، واشنګټن به ورته په سخت ځواک ځواب ووايي.
د هغه په وینا، که تهران د اوربند د تفاهملیک د عملي کېدو په اړه کومه اندېښنه لري، باید د پوځي اقدام پر ځای یې د خبرو له لارې حل کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې امریکا د ایران په جنوب کې د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو پر زېرمو او یوې راداري اډې بریدونه وکړل.
په ورته وخت کې، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو ځینې اډې په نښه کړې دي، خو د امریکا پوځ او نورو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا ادعا نه ده تأیید کړې.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړيوال سازمان ویلي، د سېشنبې ورځې راهیسې ۱۱۵ بېړۍ او نږدې ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي په خوندي ډول له هرمز تنګي څخه ایستل شوي دي.
د یاد سازمان په وینا، د عمان په خلیج کې پر یوې بېړۍ تر برید وروسته د نورو بېړیو د ایستلو بهیر په موقتي ډول درول شوی، او د وضعیت له ارزونې وروسته به د عملیاتو په اړه پرېکړه وشي.

