د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د متحده ایالاتو د جوړېدو، پراختیا او د غلامۍ د له منځه وړلو په بهیر کې د خلکو مذهبي باورونو بنسټیز رول لوبولی او همدغه ارزښتونو امریکا د نړۍ په تاریخ کې یو ځانګړی هېواد ګرځولی دی.
ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې د ۲۵۰مې کلیزې د نږدې کېدو په مناسبت په خپلو څرګندونو کې وویل، د هېواد بنسټ اېښودونکو په خپلواکۍ اعلامیه کې څلور ځله د خدای یادونه کړې او ایمان د امریکا د تاریخي بدلونونو مهم محرک پاتې شوی دی.
هغه د سپینې ماڼۍ له لارې په ایکس کې خپاره شوي پیغام کې ویلي، راتلونکې اوونۍ به د ۱۷۷۶ کال د جولای د څلورمې نېټې د خپلواکۍ له اعلامیې ۲۵۰ کاله پوره شي، او د دې سند په متن کې د خالق نوم څلور ځله یاد شوی دی.
د نوموړي په وینا، همدا ایمان و چې لومړني مېشتونکي یې د لوېدیځو سیمو د پراختیا لپاره وهڅول، د غلامۍ د ختمېدو غورځنګ یې پیاوړی کړ او امریکا یې د نړۍ په تاریخ کې په یوه استثنايي ملت بدله کړه.

