جمعه, جون 26, 2026
Homeافغانستانايران؛د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب شوي، یو...

ايران؛د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب شوي، یو لادرکه دی

د ایران د ژغورنې او نجات مسوولانو ویلي چې د کسپین سمندرګی په ساحلي سیمه کې درې افغان کډوال ډوب شوي او یو بل لا هم لادرکه دی.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې په خرابې او توپاني هوا کې یو شمېر ځوانان سمندر ته ننوتي وو.

د نوشهر ولسوالۍ د ژغورنې او نجات کمېټې مشر مجتبی شمس ویلي، لږ تر لږه ۱۵ افغان وګړي د چهارشنبې په ورځ د ښار ختیځ ساحلي اوبو ته ننوتي وو، سره له دې چې د سمندر څپې لوړې وې.

د هغه په وینا، د لادرکه کس د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.

دوی دغه راز ويلي چې وژل شوي کسان ۱۲، ۱۴ او ۲۵ کلن وو.

چارواکي وایي، دغه ډله د ساحل هغې برخې ته تللې وه چې د قوي اوبو جریان او پرله‌پسې پېښو له امله د لوړ خطر سیمه بلل کېږي او هلته لامبو وهل منع دي.

د ژغورنې ادارو یو ځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړی چې د توپاني هوا پر مهال یا د منع شویو ساحلي سیمو ته له ننوتلو ډډه وکړي، ځکه ناڅاپي څپې او قوي جریانونه حتی په کمو ژورو اوبو کې هم د ژوند لپاره جدي خطر جوړوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here