د ملګرو ملتونو په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ۴۱ هېوادونو په ملاتړ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یوه ګډه بیانیه وړاندې کړې ده.
په بیانیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو له امله رامنځته شوی سیستماتیک ظلم او تبعیض غندل شوی او ټینګار شوی چې دا محدودیتونه او اقدامات د نړیوالو بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي.
بیانیه زیاتوي چې د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې:
- نجونې له زده کړو محرومې پاتې شوې دي
- ښځې له کار، روغتیايي خدماتو، عامه ژوند او ټولنیزې فضا څخه ایستل شوې دي
- خپل سري نیونې، د محتسبانو له لوري ځورونې، سانسور او تاوتریخوالی د فشار وسیلې ګرځېدلي دي
په بیانیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ملاتړ وکړي او د حساب ورکولو خپلواک میکانیزم (IIM-A) پیاوړی کړي.

