د «ایلم نیوز» په نوم یوې نوې انلاین رسنۍ د رسنیو په ډګر کې خپل فعالیت پیل کړی دی.
د دې رسنۍ بنسټ د یو شمېر هغو افغان خبریالانو له لوري اېښودل شوی چې دا مهال له افغانستانه بهر ژوند کوي او په رسنیزو چارو کې تجربه لري.
د ایلم نیوز د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه رسنۍ به د افغانستان، سیمې او نړۍ اړوند خبرونه، راپورونه، شننې او ځانګړي مطالب په خپلواک او مسلکي ډول خپروي.
د رسنۍ مسؤلین وايي، ایلم نیوز د حقیقتمحورې ژورنالېزم، د بیان ازادۍ، مسلکي رسنیزو اصولو او د عامه پوهاوي د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوې ده.
د دوی په وینا، د کره او باوري معلوماتو وړاندې کول، د مهمو پېښو بېطرفه انعکاس، او د ټولنې د اړتیاوو او اندېښنو را برسېره کول به د دوی د فعالیتونو مهم محورونه وي.

