افغان سندرغاړي جاويد امیرخېل اعلان کړی چې له پېښور او پښتونخوا سره یې د تل لپاره مخه ښه کړې او په جرمني کې مېشت شوی دی.
نوموړي ویلي، د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته لومړی اسلاماباد او بیا کویټې ته ولاړ، او هلته یې څو میاشتې د کډوالۍ ژوند تېر کړ.
هغه ويلي، چې وروسته یې په پېښور کې استوګنه غوره کړه او دغه موده یې د خپل ژوند له یادګاري پړاوونو څخه بللې ده.
امیرخېل زیاته کړې چې د روان کال په مې میاشت کې اروپا ته د هنري پروګرامونو لپاره تللی و، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې خپل راتلونکی ژوند به په جرمني کې پرمخ وړي.
هغه زیاته کړې چې دا پرېکړه یې د ځانګړو شرایطو او مجبوریتونو له امله کړې، خو ډاډ یې ورکړی چې له هېواده بهر به هم خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.

