رویټرز راپور ورکړی چې یو شمېر اروپایي هېوادونه د سختې تودوخې له څپې سره مخ دي او چارواکو له خلکو غوښتي چې د لوړې ګرمۍ پر وړاندې د ځان ساتنې لپاره احتیاطي تدابیر ونیسي.
د راپور له مخې، په فرانسه، برېټانیا، ایټالیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د تودوخې درجه بېسارې لوړه شوې او په ځینو سیمو کې نوي ریکارډونه ثبت شوي دي.
راپور وايي، د دې تودوخې له امله لسګونه کسان مړه شوي دي. په فرانسه کې ځینې کسان د سړېدو لپاره اوبو ته د ورتلو پر مهال ډوب شوي او په ایټالیا کې هم د ګرمۍ اړوند د مړینې پېښې ثبت شوې دي.
اروپایي هېوادونو د تودوخې له زیاتوالي وروسته بېړني تدابیر نیولي، د عامې روغتیا خبرداري یې خپاره کړي، له خلکو یې غوښتي چې د ورځې په ګرمو ساعتونو کې له غیرضروري تګ راتګ ډډه وکړي او په ترانسپورتي خدماتو کې یې هم د هوا سړولو اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
د اقلیمي چارو پوهان وایي، اقلیمي بدلون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د سختې تودوخې د زیاتېدو لامل شوی او تمه ده چې د تودوخې دا ډول څپې په راتلونکو کلونو کې هم دوام ومومي.

