په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ ویلي، له حسابورکونې پرته د طالبانو استازو ته بلنې ورکول، ورسره رسمي لیدنې، ناستې ولاړې او انځورونه اخیستل د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خیانت دی چې خپل بنسټیز حقونه، هیلې او راتلونکی یې له لاسه ورکړی دی.
بارکزۍ دا څرګندونې د اروپا پارلمان ته په خپلې وینا کې کړي او ټینګار یې کړی چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د «جنسیتي اپارتاید» د عادي مولو په مانا ده.
نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه روښانه دریځ غوره کړي او پرېکړه وکړي چې د قربانیانو ترڅنګ ولاړه ده که د هغو کسانو ترڅنګ چې پر ښځو ظلم کوي.
بارکزۍ همداراز ویلي چې افغان ښځې یوازې خواخوږۍ ته اړتیا نه لري، بلکې د عدالت، عملي اقداماتو او نړیوال پیوستون غوښتونکې دي.
د نوموړې په خبره، د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع باید د نړیوالو تعاملاتو او سیاسي پرېکړو په محور کې پاتې شي.

