د بریتانیا پاچا King Charles III (درېیم چارلس) په لندن کې د افغانستان د کرکټ کډوالې ښځینه لوبډلې له غړو سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې، د لوبډلې غړو درېیم چارلس ته په لاس سینګار شوی د کرکټ یو بېټ هم ډالۍ کو او له هغه سره یې خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ کډواله ښځینه لوبډله راتلونکې اوونۍ په بریتانیا کې څو سیالۍ ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې لوبډلې ټولې لوبغاړې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستانه بهر په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او خپلو ورزشي فعالیتونو ته یې دوام ورکړی دی.

