د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د عدالت آرشیف بنسټ اېښودونکې میترا مهران د اروپايي ټولنې پر غړو هېوادونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د استازو کوربهتوب د عملي او واقعبینانه ډیپلوماسۍ په نوم نه شي توجیه کېدای.
هغې په یوه پیغام کې ویلي چې د داسې نظام د استازو هرکلی چې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او ځورونې پر بنسټ ولاړ دی، د تسلیمۍ مانا لري او د اروپايي پارلمان له اصولو او قانوني مکلفیتونو سره په ټکر کې دی.
مهران همداراز د اروپايي پارلمان له مشرې روبرتا مېتسولا خپله ناهیلي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له نوموړې یې د دې موضوع په اړه د لا قوي دریځ تمه لرله.

