یکشنبه, جون 21, 2026
Homeافغانستانکابل؛پر خراساني د برید د پلان په تړاو پنځه کسان نیول شوي

کابل؛پر خراساني د برید د پلان په تړاو پنځه کسان نیول شوي

سرچینې وایي چې هغه پنځه کسان نیول شوي چې د عبدالحمید خراساني پر وړاندې یې د برید پلان درلود.

د معلوماتو له مخې، دغو کسانو د برید لپاره یوه کوچنۍ بې‌پیلوټه الوتکه هم چمتو کړې وه.

خراساني ادعا کړې چې یادو کسانو د یوه ګاونډي هېواد څخه ۵۰ زره ډالر ترلاسه کړي وو.

د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه د طالبانو حکومت امنیتي ادارو څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here