جمعه, جون 19, 2026
Homeکورپاڼهد پاکستان، مصر، سعودي عربستان او ترکیې؛د بهرنیو چارو وزیران په قاهره...

د پاکستان، مصر، سعودي عربستان او ترکیې؛د بهرنیو چارو وزیران په قاهره کې غونډه کوي

د پاکستان، مصر، سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران به د جون په ۲۱مه نېټه د مصر په پلازمېنه قاهره کې غونډه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار به د «R-4» ډلې په څلورمه غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ په سویس کې پلان شوې خبرې ځنډېدلې دي او سیمه‌ییز هېوادونه د وروستیو تحولاتو په اړه د ګډ دریځ د همغږۍ هڅه کوي.

د معلوماتو له مخې، په غونډه کې به د سیمې وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه وڅېړل شي او ګډونوال به د سولې، امنیت او ثبات په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

پاکستان ویلي چې دغه ناسته د سیمه‌ییزو ننګونو په اړه د مشورو او همغږۍ لپاره مهمه بلل کېږي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د ایران او امریکا د اړیکو او مذاکراتو راتلونکی پړاو لا هم له ابهام سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here