د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو له امله امریکا ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی چې د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په اړه یې کړې وې.
ټرمپ د یوې مرکې پر مهال ادعا کړې وه چې میلوني ورسره د جي۷ سرمشریزې پر مهال د ګډ انځور اخیستو لپاره «ډېره غوښتنه» کوله او بیا یوازې د خواخوږۍ له امله ورسره انځور اخیستو ته حاضر شوی و.
میلوني د ټرمپ دغه څرګندونې «په بشپړه توګه له ځانه جوړې شوې» بللي او ویلي یې دي چې نه هغې او نه هم ایټالیا کله چا ته زارۍ کړې دي.
وروسته انتونیو تاجاني اعلان وکړ چې امریکا ته خپل ټاکل شوی سفر لغوه کوي او د ټرمپ خبرې یې د ایټالیا د لومړۍ وزیرې او د دغه هېواد سپکاوی وباله.
د دواړو متحدو هېوادونو د چارواکو ترمنځ دا تاویلې ما ویلې په داسې حال کې رامنځته شوي چې واشنګټن او روم په ګڼو نړیوالو موضوعاتو کې نږدې اړیکې لري.

