جمعه, جون 19, 2026
Homeکورپاڼهبن‌ګویر: د هرې اسرائیلي مور د اوښکو په بدل کې باید زر...

بن‌ګویر: د هرې اسرائیلي مور د اوښکو په بدل کې باید زر لبنانۍ میندې وژاړي

د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګویر په یوه جنجالي ټویټ کې د لبنان پر وړاندې د سختو اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې «د هرې اسرائیلۍ مور د یوې اوښکې په بدل کې باید زر لبنانۍ میندې وژاړي.»

بن‌ګویر ویلي چې د اسرائیلي وګړو او پوځیانو امنیت له هر ډول ملاحظې مهم دی او ټینګار یې کړی چې اسرائیل باید نړۍ ته وښيي چې د دوی د وګړو وینه او امنیت د معاملې وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړې چې «ټول لبنان باید وسوځول شي» او د منځني ختیځ د شخړو په اړه یې ویلي چې بریا د زغم او محدودو ځوابونو له لارې نه ترلاسه کېږي، بلکې د ده په وینا باید د وسله‌والو ډلو پر وړاندې قاطع او پراخ اقدامات وشي.

د بن‌ګویر دغه څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او یو شمېر منتقدانو یې خبرې پاروونکې بللې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here