د سویس د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ هغه پلان شوې خبرې اترې چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ د سویس د بورګناشتوک په غرني استوګنځي کې ترسره شي، لغوه شوې دي.
دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د سپینې ماڼۍ ویاند د جمعې په سهار وویل، د امریکا مرستیال ولسمشر جیدي ونس سویس ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړی دی.
ټاکل شوې وه چې نوموړی هلته له ایراني مذاکره کوونکو سره وویني او د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهملیک د پلي کېدو په اړه خبرې پیل کړي.
د دغو مذاکراتو لغوه کېدو د راتلونکو خبرو اترو د بهیر په اړه نوې پوښتنې او ابهامونه راولاړ کړي دي.
ایران او امریکا تر دې وړاندې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په موخه یو موقتي تفاهملیک لاسلیک کړی و.

